کتونکي وایي، د متحده ایالاتو په تاریخ کې له ډېرو زیاتو جنجالي ټاکنو څخه وروسته، د سلواغې په ۱ د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته د واک سوله ییز لېږد د متحده ایالاتو د دیموکراتیکو بنسټونو ټینګښت په ګوته کوي. هر څلور یا اته کاله وروسته، امریکایان یو نوی ولسمشر ټاکي چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو قومانده هم پر غاړه لري. د متحده ایالاتو لپاره له ډېر وخت راهیسې دا د ویاړ ځای دی چې ان د ژور سیاسي رقابت په وختونو کې، واکمن ولسمشر د یوه نوي مشر ټاکل کېدل مني او په سوله ییز ډول واک پرېږدي. http://afghanistan.asia-news.com/r/yjza 189 views07:00