پولیسو وویل، اورپکو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱مه/ د کابل په منځنۍ برخه کې څلور حکومتي کارکونکي په ډزو ووژل. په داسې حال کې چې د افغانستان د استخباراتو ادارې وویل چې هغوی په هدفي وژنو کې ښکېله یوه «ترهګره شبکه» نیولې ده، دا د ګڼه ګوڼې په ساعت کې تر ټولو تازه تاوتریخوالی دی چې پلازمېنې ته یې ټکان ورکړ. http://afghanistan.asia-news.com/r/yn84 182 views18:54