Channel address:
Categories:
News
Language: English
Subscribers:
506
Description from channel
زمونږ د ځایي خبریالانو له خوا ورځني خبرونه او خبري راپورونه چې په افغانستان کې ترهګري، امنیت، او همکاري تر پوښښ لاندې راولي. زمونږ
https://afghanistan.asia-news.com/ps
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
0
1 stars
2
The latest Messages 12
2021-07-19 23:04:16
په افغانستان کې له لسو څخه ډېرو دیپلوماتیکو استازولیو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ په سملاسي توګه د طالبانو د نظامي یرغل د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، او ویې وویل چې، دا د یاغیانو له دې ادعا سره نېغ په نېغه په ټکر کې دی چې وایي غواړي د خبرو اترو له لارې شخړه حل کړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/zee8
73 views20:04
2021-07-17 19:23:55
د افغانستان د ولسي جرګې استازي وایي، ایراني رژیم طالبانو ته پراخ پوځي ملاتړ برابر کړ چې په مټ یې هغوی وتوانېدل د غبرګولي په میاشت کې د ایران په پوله د پرتو درې ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/ze4h
73 views16:23
2021-07-17 19:23:35
د طالبانو تاوتریخوالی د ازبکستان - افغانستان سرحد ته رسېدلی، چې ازبک لوري ته یې د اوسېدونکیو تر منځ جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/ze4b
73 views16:23
2021-07-17 19:23:22
کابل -- طالبانو په ۱۳۷۵-۱۳۸۰مو کالونو کې د خپلې واکمنۍ پر وخت د پتنګ الوزولو، تلوېزیون کتلو، کوترو الوزولو، په خپله خوښه وېښتانو جوړولو او حتی د موزیک د اجرأ کولو او ورته غوږ نیولو په ګډون، په لسګونو په ښکاره بې ضرره فعالیتونه او ساعت تېرۍ غیر قانوني ګرځولي وو.
http://afghanistan.asia-news.com/r/ze45
70 views16:23
2021-07-15 17:49:01
د طالبانو له خوا د افغانستان په شمال کې د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ له نیول کېدلو څخه وروسته، هغوی ځایي امام ته د یوه لیک په شکل کې خپل لومړني حکمونه صادر کړل. http://afghanistan.asia-news.com/r/zdk8
115 views14:49
2021-07-15 17:48:29
څرګند شواهد ثابتوي چې طالبان په وروستیو کې د خپرې شوې یوې ویډیو په هکله چې د افغان ځانګړیو ځواکونو د ۲۲ کومانډویانو اعدام ښیي د «جعلي توب» په هکله دروغ وایي. http://afghanistan.asia-news.com/r/zdkd
113 views14:48
2021-07-15 17:47:52
د کونړ ولایت دیني عالمان او امامان د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰مه/ په اسد اباد کې راټول شول ترڅو له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي او د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی وغندي. http://afghanistan.asia-news.com/r/zdki
97 views14:47
2021-07-14 06:07:51
کابل -- د هغې دوستانو او کورنۍ هغې ته ویلی چې خپل کالي مالي دې ټول کړي او له افغانستان څخه دې پښې سپکې کړي څو د طالبانو له خوا په احتمالي توګه د قدرت ترلاسه کولو پر وخت له خطر سره مخامخ نشي، خو لیلا حیدري چې په یوه دالان کې ناسته ده او سګرټ څکوي، هوډ څرګندوي چې هغه به پاتې شي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/zdd3
83 views03:07
2021-07-14 06:07:27
د کندوز چارواکو د دغه ولایت د مرکز کندوز ښار د پراختیا لپاره د ماسټر پلان د لومړي فاز کار پیل کړ.
http://afghanistan.asia-news.com/r/zdcx
79 views03:07
2021-07-14 06:06:56
افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰مه/ وویل هغوی په کابل هوایي ډګر کې د توغندیو ضد یو سیستم نصب کړی چې د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو له خوا احتمالي راتلونکي راکټونه پرې شنډ کړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/zdcr
72 views03:06