Channel address:
Categories:
News
Language: English
Subscribers:
506
Description from channel
زمونږ د ځایي خبریالانو له خوا ورځني خبرونه او خبري راپورونه چې په افغانستان کې ترهګري، امنیت، او همکاري تر پوښښ لاندې راولي. زمونږ
https://afghanistan.asia-news.com/ps
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
0
1 stars
2
The latest Messages 18
2021-05-17 22:25:52
د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت له یوه درې ورځني اوربند څخه وروسته د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶مه/ د جګړې په بیا پيلېدلو سره طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل او د کابل په لمنو کې یې یوه ولسوالۍ له لاسه ورکړه.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z3n2
62 views19:25
2021-05-17 22:25:18
افغان او پاکستاني اجیر جنګیالي مخ په ډیریدونکي ډول د ایران د سپاه پاسداران له خوا د تشکیل او تمویل شویو ملېشو لیکې پرېږدي، چې ډېر یې خپلو کورونو ته ستنېږي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z3mw
60 views19:25
2021-05-14 23:12:53
که څه هم چې د جمعې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ یوې مرګونې چاودنې افغانانو ته هغه تاوتریخوالی چې هغوی ورسره مخامخ دي، بیا ور یاد کړ، هغوی هیله لري چې د دې اونۍ اوربند اوږد شي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z3e1
53 views20:12
2021-05-14 23:12:33
یوې وروستۍ څېړنې د چین له خوا د مسلمانو ښځو د په نښه کولو د کمپاین په هکله له وحشت نه ډک جزیات رابرسېره کړي چې په ترڅ کې یې په سینکیانګ سیمه کې د ماشومانو د زېږونې د ځپلو لپاره د روانو هڅو د برخې په توګه په جبري توګه د امېدوارۍ مخه نیول کیږي او ښځې شنډول کیږي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z3dv
51 views20:12
2021-05-13 22:45:11
افغانانو د کوچني اختر لومړۍ ورځ د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ له دې هیلې سره پيل کړه چې درې ورځنی اوربند چې په جنګ کې ښکېلو طالبانو او افغان حکومت پرې هوکړه کړې وه، نافذ شو.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z347
36 views19:45
2021-05-13 22:44:46
په نیمروز ولایت کې ځایي چارواکي او له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال وایي، د کمال خان بند له پرانستې څخه وروسته، د ایران حکومت په خپل هېواد کې په کډوالو باندې فشار زیات کړی دی.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z341
36 views19:44
2021-05-12 21:50:09
د بغلان په سلګونو اوسېدونکیو، چې په وروستیو کې د ولایت په مرکز پلخمري او نورو ولسوالیو باندې د طالبانو له زیاتېدونکیو بریدونو څخه ستړي شوي ول، وسلې اخیستي او ژمنه کوي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د اورپکو پر ضد جنګ وکړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z2uo
39 views18:50
2021-05-11 22:29:32
د سمنګانو والي د غوایي په ۱۶مه د ولایت په مرکز ایبکو کې په خپل استوګنځي کې د طالب جنګیالیو یوه ګروپ ته، چې پخپله خوښه یې خپلې وسلې حکومتي چارواکو ته تسلیم کړې دي، ښه راغلاست وویل.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z2ow
5 views19:29
2021-05-10 22:23:00
د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۰مه/ افغان ځواکونو ته حکم وکړ چې په روانه اونۍ کې د کوچني اختر په رخصتیو کې د درې ورځو په مخه اوربند وکړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z2c8
27 views19:23
2021-05-10 22:22:29
د بادغیس ولایت ځایي چارواکي د نوي لمریز کال له پيل راهیسې د ماشومانو په منځ کې د پولیو لږ تر لږه پنځه نوې مثبتې پېښې معلومې کړي دي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/z2c2
26 views19:22