Channel address:
Categories:
News
Language: English
Subscribers:
506
Description from channel
زمونږ د ځایي خبریالانو له خوا ورځني خبرونه او خبري راپورونه چې په افغانستان کې ترهګري، امنیت، او همکاري تر پوښښ لاندې راولي. زمونږ
https://afghanistan.asia-news.com/ps
Ratings & Reviews
Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.
5 stars
0
4 stars
1
3 stars
0
2 stars
0
1 stars
2
The latest Messages 23
2021-03-26 22:10:48
طالبانو د چارشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ د ولسمشر اشرف غني دا وړاندیز چې د روان کال په نیمایي کې ټاکنې ترسره کړي، رد کړ. د دواړو جنګي لوریو تر منځ د سولې خبرو چې څو میاشتې وخت یې نیولی، لږ پرمختګ کړی دی.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yvcb
108 views19:10
2021-03-25 22:53:50
چارواکي وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو بریدونو په هېواد کې د سولې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړي، افغان حکومت د داسې پرمختیایي پروژو په پلي کولو سره چې په بغلان ولایت کې به په زرګونو خلک په کار وګوماري، د یوه بهتر راتلونکي هیله ورکوي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yv6v
45 views19:53
2021-03-25 02:52:54
سپاه پاسداران په ختیځه سوریه کې په یرغلیز ډول خپل حضور پراخوي او داسې یوه سیمه جوړوي چې ځینې خلک یې د «کوچنی ایران» په نامه یادوي، چې هلته دغه ډله ملکیتونه غصبوي او محلي ځوانان د خپلو ملېشو په لیکو کې جذبوي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yuus
52 views23:52
2021-03-24 04:58:55
په لسګونو ښځې چې د افغانستان په جګړه کې کونډې شوي دي په کابل کې په یوه فابریکه کې د سرتیرو او بندیانو لپاره د یونیفورمونو د ګنډلو له لارې د ژوند څوری ګټي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yuq1
19 views01:58
2021-03-22 21:57:55
افغان کومانډویانو چې د فراغت په وروستیو مراسمو کې یې له سلام ټایمز سره خبرې کولې د ټولو هغو کسانو پر وړاندې درېدلو ته د خپل چمتووالي ژمنه وکړه چې غواړي په افغانستان کې سوله ییز ژوند ټکنی کړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yuhm
82 views18:57
2021-03-20 06:40:00
ځایي مقاماتو وویل، د دوشنبې په ماښام /د کب ۲۵مه/ د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د طالبانو له یوه مرګوني برید څخه وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره د پېښې عاملین تعقیب کړل او پنځه تنه یې وژل.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yu8g
95 views03:40
2021-03-20 04:00:03
په داسې حال کې چې د یوې سوله ییزې هوکړې لپاره نړۍ والې هڅې په زیاتېدلو دي، منځګړیو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په مسکو کې پر طالبانو ټینګار وکړ چې پسرلني عملیات پیل نه کړي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yu8a
104 views01:00
2021-03-19 04:24:40
هغه افغان بندیان چې په وروستیو کې د کابل او تهران تر منځ د بندیانو د تبادلې د هوکړې په اساس له ایران څخه راستانه شوي دي، وایي چې هغوی د ایران په زندانونو کې د توقیف پر وخت په سیستماتیک ډول له ناوړه چلند او شکنجې سره مخامخ ول.
http://afghanistan.asia-news.com/r/yu44
118 views01:24
2021-03-18 06:40:00
په پام کې ده چې د سولې د روانې پروسې په لړ کې، د افغان حکومت او طالبانو استازي د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په مسکو سره وګوري، خو کتونکي د دغې غونډې لپاره د روسې په ارادو باندې شک څرګندوي.
http://afghanistan.asia-news.com/r/ytsu
45 views03:40
2021-03-17 06:40:00
افغانان وروسته له هغه په قهر شول چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان داسې یوه غلطه نقشه ټویټ کړه چې د افغانستان - چین سرحد په کې له منځه وړل شوی وو.
http://afghanistan.asia-news.com/r/ytlf
73 views03:40